سیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې په خبرو کې وضاحت ته اړتیا ده

کابل / د سلواغې ۱۲مه / باختر
له بده مرغه د سولې خبرې له یو ډول ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي. دغه خنډ او ځنډ د اندېښنې وړ دی او افغانان یې خوابدي کړي دي. یوه ستونزه دا ده چې په خبرو کې پوره وضاحت نشته. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په خبرو کې د وضاحت ستونزه له همغه پيله مطرح وه. کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، دا بهیر له یو راز ابهام سره مل و. امریکایانو او طالبانو سره خبرې کولې؛ خو د دغو خبرو تفصیل رسنیو ته نه راوته او خلک نه پرې خبرېدل. په ځينو برخو کې ویل کېدل چې افغان حکومت هم نه دی خبر. د خبرو تفصیل هغه مهال رسنیز شو چې دواړو لوریو په دوحه کې موافقه لاسلیک کړه. اوس هم ویل کېږي چې د اصلي موافقې ترڅنګ فرعي موافقې هم شته چې پټې دي او تفصیل یې یوازې طالبانو او امریکایانو ته معلوم دی. کله چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې؛ نو بیا هم د وضاحت ستونزه رامنځ ته شوه. دواړو لوریو ډېر وخت د طرزالعمل پر تصویب تېر کړ. په دغه پړاو کې داسې مسایل مطرح شول چې تر شا یې له بن بست سره د خبرو د مخ کولو هڅه پرته وه، لکه فقهي مسایل. په هرحال طرزالعمل تصویب شو او د دویم پړاو لپاره چې اصلي پړاو دی، لاره پرانیستل شوه.
که څه هم د دویم پړاو خبرې په خپل وخت پيل شوې؛ خو له همغه پيله ګډې وډې ښکارېدې او اټکل دا و چې دویم پړاو ښایي له هغسې لیوالتیا سره مل نه وي لکه لومړی پړاو. په امریکا کې د حکومت بدلون په دوحه کې د سولې خبرو فضا هم بدله کړه. طالبانو په دوحه کې د سولې پر خبرو د تمرکز پر ځای، دیپلوماتیکو مانورونو ته لومړیتوب ورکړ او ایران او مسکو ته یې سفرونه وکړل. همدارنګه په قطر کې یې له دیپلوماتانو سره هم کتنې پيل کړې.
د امریکا نوې ادارې ویلي دي چې له طالبانو سره موافقه به ارزوي. یو شمېر شنونکي باور لري چې ښایي د امریکا نوې اداره به د دغې موافقې د تطبیق بهیر وارزوي او دا به جوته کړي چې دواړه لوري د موافقې مفاداتو ته ژمن پاتي شوي دي او که نه.
یو شمېر امریکایي مقاماتو طالبان تورن کړي دي چې موافقې ته ژمن نه دي او له القاعدې سره یې اړیکې نه دي شلولې او همدارنګه تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی. د دغو تورنو سپیناوی د هغوی کار دی. څه چې اوس د افغانانو لپاره ستر ارزښت لري دا دي چې باید په خبرو کې وضاحت رامنځ ته شي. داسې نه شي کېدای چې یوه ورځ یوه خبره مطرح شي او بله ورځ بیا بله خبره. دواړه لوري دې د اجنډا په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړي بیا دې دواړه لوري سره کېني او دا وړاندیزونه دې وڅېړي، هر اړخیز بحث دې پرې وکړي.
ښایي داوړه لوري ګڼ وړاندیزونه ولري، پر ټولو به په یو وخت کې بحث ګران او ښایي ناشونی وي. له دې امله باید ټول وړاندیزونه وارزول شي او مهم مسایل په لومړیتوب کې ونیول شي. د بېلګې په توګه اوربند، چې د خلکو تر ټولو ستره غوښتنه ده، باید د اجنډا په سرکې راشي او همدارنګه نور مسایل. که یوه روښانه هراړخیزه اجنډا جوړه شي؛ نو دا به بحث متمرکز کړي او د ګډوډۍ مخه به ونیول شي. دا به هم د دواړولوریو پلاویو ته روښانه او څرګنده وي چې پر کومو مسایلو به بحث کوي او همدارنګه د افغانستان خلکو او نورو ته به هم څرګنده او روښانه وي. د هراړخیزې او څرګندې اجنډا برابرول ستر لومړیتوب دی.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته