اعلامیهخبرونه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رییس پر موټر د تروریستي برید په اړه د ملي مصالحې عالي شورا مطبوعاتي اعلامیه

۳۴- کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
په ډېرۍ خواشینۍ سره چې نن سهار د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رییس او د خامه پرس آژانس د مسوول خشنود نبي زاده پر موټر د ماین چاودنه وشوه چې له نېکه مرغه پکې ښاغلي نبي زاده او ملګرو ته یې زیان نه دی رسېدلی.
په اعلامیه کې دغه تروریستي پېښه په کلکه غندل شوې او ویل شوي دي چې پر ملکيانو او په ځانګړي ډول هغو کسانو چې د سولې د ټینګښت او جګړې د ختمېدو په برخه کې کار کوي، داسې بریدونه د توجیه وړ نه دي او نه بښونکی جنایت دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې د هدفي وژنو زیاتېدل او د ملکيانو، د رسنیو د کارکوونکو او مدني فعالانو هدف ګرځول هېڅ ډله خپلې موخې ته نشي رسولې.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته