اعلامیهخبرونه

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د د فتر رییس پر موټر د تروریستي برید په اړه د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

۳۵- کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار لسمې ناحیې په شهید څلورلاره کې، د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دفتر رییس خشنود نبي زاده پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.
جمهوررییس غني د دې تروریستي برید د غندلو ترڅنګ وویل: پر ملکي کارکوونکو په ځانګړي ډول هغوی چې په هېواد کې د سولې تامین لپاره کار کوي، برید د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس د تاوتریخوالي او هدفي وژنو زیاتوالی د سولې روحیې خلاف او د افغانانو او بین المللي ټولنې اجماع سره په تضاد کې وباله، ویې ویل: دغه ډول کړنې د دې ښودنه کوي چې طالبان پر سولې باور نه لري.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته