خبرونهامنیت

د شبرغان – سرپل په لويه لاره د طالبانو بريد په شاوتمبول شو

٥٣- کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
وسله والوطالبانو تېره شپه د سرپل – شبرغان په لويه لاره کې د چارجوف په کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو پرپوستو بريد وکړ چې د افغان ځواکونوله مقاومت سره مخ شول.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په هغه جګړه کې چې د افغان ځواکونو اود وسله والوطالبانوترمنځ وشوه دوه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
خبرځاى وويل په دې جګړه کې دوه ولسي پاڅون کوونکي ټپيان شول.
د شبرغان د روغتون يومسوول د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللې دى .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته