ټولنه

د شبرغان ښار د سلجوق اوبه د کلي خلک له برېښنا څخه برخمن شول

کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار د سلجوق اوبه د کلي خلکو له برېښنا څخه ګټه واخیسته.
د جوزجان د برېښنا شرکت رییس عبدالجیل راسخ د باخترآژانس خبریال ته وویل د جوزجان د برېښنا شرکت د برېښنا د پرمختیایي پروژو د تطبیق پردوام دا ځل یو ۲۵کیلو ولټ امپیر ترانسفارمر د شبرغان ښار د سلجوق اوبه په کلي کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
هغه وویل د دغه ترانسفارمر په درولو سره د دغه کلي کورنیو ته برېښنا برابره شوه.
د سلجوق اوبه د کلي یو اوسیدونکي عبدالغفار باخترآژانس ته وویل: د برېښنا په تامینولو سره د دې ترڅنګ چې د سیمې خلک زیاتو اسانتیاوو ته لاسرسی پیداکوي په دغه کلي کې د غالیو صنعت هم وده کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته