اقتصاد

د شمال د غالۍ اوبدلو اتحاديې: د غاليو صادرات کم شوي دي د سوداګرۍ او صنايعو وزارت: د غاليو صادرات زيات شوي دي

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د هيواد په شمال کې د غاليو صادرونکي وايي چې د غاليوصادرات په سلوکې پنځوس کم شوي دي.
په شمال کې د غالۍ اوبدونکو اتحاديې مسوولين وايي چې د دغه کمښت اصلي علت له ګاونډيوهيوادونوڅخه له اندازې زيات د غاليو او فرشونو واردول  او د پاکستان په مارک سره د افغانۍ غاليوصادرات دى.
په شمال کې د غالۍ اوبدونکو او غالۍ صادرونکو د اتحاديې مسوولين وايي: مخکې له دې دغاليو د پلورنې له پلوه د دوى کلنى عايد دوه سوه مليونو ډالرو ته رسيده؛ په داسي حال کې  چې اوس سلو مليونو ډالرو ته رسيږي.
خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين مزمل شينواري د افغاني غاليو د صادراتو د زياتوالي خبرې کوي.
ده دباخترآژانس خبريال ته وويل: بهر ته د افغاني غاليو صادرات زيات شوي دي او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت به په نږدې راتلوونکى کې د غاليو د صادراتو دقيق ارقام د رسنيو په واک ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته