اعلامیهسیاستټولنه

د شهید عثمان کاکړ په جنازه کې د افغان حکومت پلاوي د ګډون په اړه د ملي امنيت شورا دفتر اعلامیه

کابل/ د چنګاښ ۲مه/ باختر

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ملي امنیت سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزرات وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د ارواښاد عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي؛ خو د پاکستان حکومت يې مخه نیولې ده.

افغان حکومت د خپل ولس په استازیتوب د ښاغلي عثمان کاکړ کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او پلويانو ته تسلیت وړاندې کوي او د هغه د ارمانونو او هیلو د پوره کولو توان ورته غواړي.

ښاغلی کاکړ په پښتونخوا کې د پښتنو د محکومیت پر ضد د مدني احتجاج یو کمساری اواز و.

پر ګور یې نور او یاد یې تل!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته