ښوونه او روزنه

د شیخ زاید پوهنتون استادانو د خوست له والي سره وکتل

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د شیخ زاید پوهنتون استادانو د خوست له والي محمد نبي عمري سره په کتنه کې خپلې ستونزې او وړاندیزیونه شرېک کړل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د خوست والي محمد نبي عمري وویل چې شېخ زاید پوهنتون د هېواد له معتبرو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي، په وینا یې د پوهنتون پرمختګ او د شته ستونزو حل کول د ټولو ګډ مسوولیت دی.
هغه له استادانو وغوښتل چې په پوهنتون کې هېچاته د ورانکارو فعالیتونو اجازه ور نه کړي او خپلې چارې د تېر په څېر ژر پيل کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته