سیاستخبرونه

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر معرفي شو او دنده یې پيل کړه

کابل / د تلې ۱ / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن معرفي او په رسمي ډول يې دنده پيل کړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د معرفت په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د چارو ادارې لوی رییس احمد جان احمدي، د افغانستان د سوداګریزو خونو د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مومند، د معدن او صنایعو خونې رییس شیرباز کمین زاده او  د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکواو سوداګرو ګډون لاره.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې اسلامي امارت به د صنعت او سوداګرۍ د ودې په برخه کې سوداګرو ته د پراختیا زمینه برابره کړي. په وینا یې دغې موخې ته د رسیدو لپاره باید ژمنتیا او هراړخیزه همکاري موجوده وي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وویل چې پر پښو ولاړ او له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی.

د سوداګریزو خونو د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي د اسلامي امارت دغه ګام وستایه چې د سوداګرو له منځه یې یو پېژندل شوی سوداګر د یاد وزارت سرپرست کړ.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د ټولو حکومتي چارو عادي کېدو لپاره باید ګړندي ګامونه پورته شي چې په هېواد کې د صادراتو او وارداتو بهیر خپل عادي حالت ته راوګرځي.

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ډاډ څرګند کړ چې په خپل ټول توان او وړتیا به د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې خپلې هڅې ترسره کړي.

عزیزي زیاته کړه چې د سوداګرو، صنعت کارانو او اړوندوبرخو لپاره به د قانون په رڼا کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه وايي چې دغه وزارت به د سوداګرۍ د ودې په موخه اړوندې کړنلارې رامنځته کړي چې پرمټ به یې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره هراړخیزې اسانتیاوې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو د لا ښه سمبالښت په موخه د یو شمېر وزارتونو او نورو ادارو سرپرستان معرفي کړي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته