امنیت

د طالبانودوه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول

کابل /د وري ١٨مه /باختر
د وسله والوطالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان تېره شپه په سمنګانو کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول منير رحيمي باختراژانس ته وويل يوه ډله وسله وال طالبان د کوزدره صوف ولسوالۍ پر امنيتي پوستويرغل وکړ خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
هغه زياته کړه د دغې جګړې په پايله کې د وسله والوطالبانودوه تنه قوماندانان ګل پهلوان او په وليد مشهور ياسين ووژل شول اود دغې ډلې دوه نورغړي ملا داود اوملا ظاهر ټپيان شول.
ويل کېيږي د دښمن يوشمېر وسلې او دوه موټرسايکلونه د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته