خبرونهامنیت

د طالبانو درې کليدي قوماندانان په جوزجان کې ووژل شول

کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

د وسله والو طالبانو ٣ کليدي قوماندانان تېره شپه  د جوزجان – سرپل د لويې لارې په افغان تيپه سيمه کي په هوايي بريد کې ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان باخترآژانس ته وويل: هوايي ځواکونو  د جوزجان – سرپل د لويې لارې په افغان تيپه سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې بريد وکړ چې په پايله کې ٢٦ وسله والو طالبان ووژل شول.

په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او جنګي تجهيزات هم له منځه وړل شوي دي .

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته