امنیت

د طالبانو د اکمالاتو يو مسوول ونيول شو

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د وسله والو طالبانو د اکمالاتو يو مسوول په ننګرهار کې د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
ملا پير محمد نن سهار په شينوارو ولسوالۍ کې له يو پټنځي څخه له خپل يو بل ملګري سره ونيول شو.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له ملا پيرمحمد څخه څو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
دغه وسله وال طالب د ننګرهار په ځينو سيمو کې طالبانو ډلګيو ته د وسلو او مهماتو د اکمالاتو مسوول و .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته