خبرونهامنیت

د طالبانو د جنګي وسایلو یوه زېرمه په هلمند کې کشف شوه

۱۰- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
پوځیانو په هلمند کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسایلو د یوې زېرمې د کشف او لمنځه وړلو خبر ورکړ.
دغه زېرمه د نهر سراج ولسوالۍ بازار ته څېرمه د طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په دغه پټنځي کې طالبان د ملي امنیت ځواکونو له رسېدو مخې وتښتېدل.
په هلمند کې د ملي امنیت یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې له یادې زېرمې څخه د هاوان ګولۍ، توغندي، د سپکو وسلو زرګونو ګولۍ او پوځي تجهیزات ترلاسه او لمنځه یوړل شول.
هغه وویل چې وسله والو طالبانو له یادو جنګي وسایلو څخه د هلمند په ځینو برخو کې په خپلو بریدونو کې استفاده کوله.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته