امنیت

د طالبانو د سرې قطعې دوه غړي په ننګرهار کې ووژل شول

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دوه غړي د پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول او يو بل يې ټپي شو.
پر دغو طالبانو تېره شپه ناوخته په شېرزادو ولسوالۍ کې بريد وشو.
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دوه غړي ووژل شول او يو بل یې ټپي شو.
د يو بل خبر له مخې:
پنځه وسله وال طالبان په ننګرهار کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه هغه وخت بريد وشو چې په شېرزادو ولسوالۍ کې په يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو د ننګرهار له واټونو څخه د ١۵ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ
‏3:12:27 م

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته