امنیت

د طالبانو يوسيمه ييز قوماندان ونيول شو

٢٣- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
په بدخشان کې د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان چې د لسګونو تروريستي پېښو عامل بلل کېږي ، ونيول شو.
قاري زبير په ارګو ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو د پنځه ويشت کسيزې ډلې مشري په غاړه درلود.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې قاري زبير د افغان ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو.
هغه وويل چې قاري زبير په بدخشان کې د ماينونو او بمونو او د ملکي وګړو د وژنې مسوول و .
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته