امنیت

د طالبانو يوه پنځه کسيزه ډله په نیمروز کې ونيول شوه

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د وسله والو طالبانو یوه پنځه کسيزه ډله نن د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې ونيول شوه. د باختر آژانس دخبرله مخې؛ د نيمروز يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د خاشرود ولسوالۍ په غورغوري سيمه کې له جنګي وسايلو او نقليه وسايطو سره ونيول.
خبرځاى زیاته کړه چې دغو وسله وال طالبانو د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې په وروستیو نا امنیو کې لاس درلود.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته