خبرونهامنیت

د طالبانو يو جګپوړی قوماندان په قندهار کې ووژل شو

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو جګپوړی قوماندان په قندهار کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول او څلور ملګري يې ټپيان شول.
پر ملا شجاع تېره شپه په پنجوايي ولسوالۍ کې په خپل پټنځي بريد وشو.
د رپوټونو له مخې؛ د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه په پنجوايي ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل او د طالبانو د جګپوړي قوماندان ملا شجاع د پټنځاى له کشفولو وروسته پرې بريد وکړ.
د قندهار د ملي امنيت يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په برید کې د وسله والو طالبانو جګپوړی قوماندان ووژل شو او څلور ملګري يې ټپيان شول.
د يو بل خبر له مخې:
شپاړس وسله وال طالبان په قندهار کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو د تېرې شپې په بهير کې په ژيړۍ، ميوند او ارغنداب ولسوالیو کې هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل یې د پوځيانو پر پوستو بريدونه ترسره کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- شکريه- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته