امنیت

د طالبانو يو سرګروپ په بدخشان کې پوځيانو ته تسليم شو

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
په بدخشان کې د يوه سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان پرون پوځيانو ته تسليم شول.
د٢١٧ پامير قول اردو قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل چې د محمد عابد په نامه د وسله والو طالبانو يو سرګروپ له خپل ورور سره د بدخشان په کوزيفتل ولسوالۍ کې د هېواد د جمهوري اسلامي نظام د حقانيت په درک کولو سره له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخيست او له وسلو سره یې امنيتي ځواکونو ته تسليم شو.
خبرځاى زياته کړه: دوی له درېو کلونو راپدېخوا د وسله والو طالبانو په ليکو کې په تروريسيت فعاليتونو بوخت وو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته