امنیت

د طالبانو يو قوماندان په پېښو رکې ووژل شو

کابل / دکب ١٠مه / باختر
د طالبانو د ډلې يو قومانان د پېښور په چارسده کې ووژل شو.
د پېښور پوليسو تاييد کړې ده چې د طالبانو د ډلې يو جګپوړى غړى مولوي عبدالهادي پرون د خيبرپښتونخواپه چارسده کې د ناپېژاندو وسله والوکسانوله خوا وژل شوى دى .
مولوي عبدالهادي د لغمان لپاره د طالبانو نومول شوي والي و او دوه موټرسايکل سپرو په چارسده کې د هغه کورته څېرمه پرې ډزې وکړې او ووژل شو.
يوه مياشت مخکې هم د طالبانو يو بل قوماندان ملا عبدالصمد تور په پېښور ښار کې د ناپېژاندو کسانوله خوا وژل شوې و .
په پاکستان کې د طالبانو د قوماندانانو او افرادو ترور د پاکستان د استخباراتي پروګرامونو زېږنده ده .
هغوى د طالبانو قوماندانان اوسرکش افراد اويا هم نورې څېرې چې نور په درد نه خوري له منځه وړي.
دغه راز شخصي دښمنى او سيالۍ هم په دغو ترورونو کې رول لري .
ختم_ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته