خبرونهامنیت

د طالبانو يو کليدي غړى په هرات کې ونيول شو

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر

د وسله والو طالبانو يو کليدي غړی نن په هرات کې ونيول شو.

دغه وسله وال طالب چې ويل کېږي په لسګونو ډار اچوونکو بريدونو کې رول درلود، په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د کومانډوځواکونو په عملياتوکې ونيول شو.

د هېواد په لوېديځ کې د کومانډو ځواکونو يو وياند باختر آژانس ته وويل چې نيول شوى طالب د هرات په ځينو سيمو کې په لسګونو ډار اچوونکو بريدونو کې رول درلود.

هغه د وسله والوطالبانو له دغه کليدي غړي څخه په هرات کې د ډېر ظالم ډار اچوونکي په توګه ياد کړى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته