خبرونهامنیت

د طالبانو يو کليدي قوماندان په خوست کې ووژل شو

کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

د وسله والو طالبانو يو کليدي قوماندان  له ٣٠ غړو سره تېره شپه د خوست په موسى خيلو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان باخترآژانس ته وويل:  د وسله والو طالبانو يو قوماندان په افکار مشهور پاچا له ٣٠ غړو سره  د خوست په موسى خيلو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

په دغو عملياتو کې  د دغه قوماندان ١٨ نور غړي ټپيان شول.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته