امنیت

د طالبانو یو جګپوړی قوماندان په هلمند کې ونیول شو

کابل / د مرغومي ۲۸ / باختر
د طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان په ګډون ٤ طالبان په هلمند کې ونیول شول.
په حاجي بلوڅ مشهورملا الله نور په هلمند کې چې د طالبانو د ۵۰ کسیزې ډلې مسوولیت په غاړه درلود تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتوکې ونیول شو.
د هلمند د ملي امنیت یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې ملا حاجي بلوڅ د نویو ډاراچوونکوبریدونو په پلان جوړولوبوخت و چې وپېژندل شواو ونیول شو.
له دغو طالبانوڅخه یوه اندازه جنګي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته