امنیت

د طالبانو یو قوماندان په هلمند کې ووژل شو

کابل / د سلواغی ۲ / باختر
د طالبانو یوقوماندان تېره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د پوځیانوپه هوايي برید کې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل: هوايي قواوو د هلمند د ناوې ولسوالۍ په نګاري کلي کې د وسله والوطالبانو پرځالوهغه وخت بریدونه وکړل چې پرامنیتي ځواکونویې د برید نیت درلود چې د بریدونو په پایله کې د وسله والوطالبانو یوقوماندان له ۳ ساتوونکوسره يې ووژل شو.
پای-سعده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته