ټولنهروغتیاښوونه او روزنه

د عامې روغتيا وزارت: د ١۶ ولايتونو روزنيز مرکزونه د دوو اوونیو لپاره د فعاليت اجازه نه لري

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې په کووېډ-١٩ ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زياتوالی د عامې روغتيا وزارت او د افغانستان د دولت د اندېښنې سبب شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دي: د هرې ورځې په تېرېدو سره په کروناویروس د اخته کسانو شمېر زياتېږي او د کرونا له درېمې څپې سره د مبارزې پروګرام او کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي او دموجود حالت د کنټرول په موخه، د هېواد په ١٦ ولايتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او روزنيز کورسونه سر له ننه (د غبرګولي ۸مې) څخه د ددوو اوونيو لپاره رخصت دي.
د عامې روغتيا وزارت د اعلاميې پر بنسټ؛ په کابل، غزني، هلمند، قندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، ميدان وردګو، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپيسا، کندز او نيمروز کې روزنيز مرکزونه سر له ننه (د غبرګولي ۸مې) څخه د دوو اوونيو لپاره د فعاليت اجازه نه لري.
د عامې روغتيا وزارت د ټولنيز واټن، د لاسونو د پريمنځلو او د ماسک کارولو په ګډون د کروناويروس د مخنيوي د ټولو اصولو پر رعايتولو ټينګار کړی دى.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې په کووېډ-١٩ ناروغۍ د اخته کسانو او په هېواد کې د دغې ناروغۍ له امله د مړينې کچه لوړه شوې ده او افغانستان په عملي ډول د کرونا درېمه څپه تجربه کوي.
په هېواد کې پرون په کووېډ-١٩ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ٩٧٧ ته ورسېد چې په افغانستان کې د کرونا د خپرېدو له وخته په يوه ورځ کې زيات شمېر ښيي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته