روغتیا

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د دايکنډي له استازو سره وکتل

۲۶- کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح نن د دايکنډي د مدني ټولنې، سپين ږيرو او قومي مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د دايکنډي استازو د دغه ولايت ستونزې د عامې روغتيا وزارت له سرپرست سره شريکې کړې او په ياد ولايت په ځانګړې توګه په سنګ تخت ولسوالۍ کې یې د زياتو روغتيايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست د دغه ولايت د خلکو د ستونزو تر اورېدو وروسته، وويل: د جغرافيايي ستونزو او سختو لارو له کبله د دايکنډي د خلکو ستونزې د درک وړ دي.
ډاکټر مجروح د دغه ولايت د روغتيايي ستونزو د لرې کولو په موخه روغتيايي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د دايکنډي د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د تطبيق موسسې مسوول دې کابل ته وغوښتل شي چې په دايکنډي کې د هغو شکايتونو په اړوند چې د دې موسسې پر وړاندې شته، ځواب ورکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته