خبرونهروغتیا

د عامې روغتيا وزارت سرپرست په بهرکې د افغان ډاکترانو د ټولنې له مشرتابه اوغړو سره وکتل.

– کابل /د کب ٦مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر وحيد مجروح په بهر کې د افغان ډاکترانو د ټولنې له مشرتابه او غړوسره په غوڼډه کې د هېواد د روغتيايي خدمتونو د سيستم د کيفيت د ښه والي په اړه خبرې وکړې .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په بهر کې د افغان ډاکترانو د ټولنې غړو چې په ٢٦ څانګو کې تخصص لري او زياتره يې د انجوګرافي، د اعصابو د جراحي، پلاستيکي جراحي، د زړه د جراحۍ او د لايزري جراحي په برخه کې د نړۍ له معتبرو هيوادونو څخه د تخصص سند ترلاسه کړې دي هغوى ته د کار د زمينو په برابرولو کې د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه څخه هغوى ته د کاري زمينو د برابرولو غوښتنه وکړه .
داکترمجروح وويل د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د روغتونونو د ريفورم او سمبالولو، د تخصص د پروګرام د ښه والي ، د تشکيل د بيا کتنې او نور مهم پروګرامونه له هغو اقداماتو څخه دى چې د هېواد د جمهور رييس په مشرۍ اوملاتړاود عامې روغتيا په وزارت کې د روغتيايي سيستم د ښه والي په خاطر مو ترلاس لاندې نيولي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست د دغې ټولنې د غړو د نظريو او وړانديزونو له اورېدو وروسته څرګنده کړه : دعامې روغتيا وزارت اود افغانستان حکومت مشرتابه ژمن دى په هېواد کې متخصصو کسانوته د کار زياتې زمينې برابرې کړي چې په دې لاره کې هلې ځلې دوام لري
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته