کابل/ دليندۍ ٢مه/ باختر
د عامې روغتيا وزارت وايي په هېواد کې د تېرې اوونۍ په پرتله د کرونا ويروس له امله د مړينې پېښې زياتې شوي دي.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: د عا مې روغتيا وزارت وياند ډاکترايمل سمسور وايي په هېواد کې د کرونا ويروس دويمه څپه هره ورځ مخ په زياتيدو ده.
ده وويل: د هوا په سړښت سره د دغه ويروس دويمه څپه زياته شوې ده .
دى ټينګارکوي چې زموږ هېوادوال بايد له ماسک څخه استفاده وکړي، د ګڼې ګوڼې ځاى ته لاړ نه شي او خپل لاسونه په مکرر ډول په صابون ومينځي.
ډاکترسمسور زياته کړه چې د٤٦ مې اوونۍ شمېر د کرونا ويروس د مثبتو او د مړنيو پېښو د زياتوالي ښکارندوى دى.
پاى \ ذ
2 1 دقیقه لوستل