خبرونهروغتیا

د عامې روغتيا وزارت : په ټول هېواد کې ٩ر٩ميليونه ماشومان د پوليو پرخلاف واکسين کېږي

٥٠- کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت د يونيسف د ادارې اود نړۍ د روغتيايي سازمان په همکارى د ٢٠٢١کال د پوليو ضد واکسين لومړنى سراسري ملي کمپاين نن پيل کړ.
دغه کمپاين پنځه ورځې دوام کوي او هدف يې په ټول هېوادکې له پنځه کلنى څخه ښکته د٩ر٩ ميليونو ماشومانو واکسين کول دي .
په ٢٠٢٠ کال کې د پوليو مثبتې پېښې ٥٦ ته ورسيدې چې ٧٥سلنه يې د پوليو واکسين د کور په کور کمپاين د تطبيق لپاره د نه لاسرسۍ په سيموکې رامنځته شوي دي.
په همدې حال کې د جوزجان دعامې روغتيا رييس نن د ماشومانو د ګوزڼ ناروغى د دوو مثبتو پېښو د ثبتولو خبرورکړ.
اوس افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه هېوادونه دي چې د پوليو پېښې پکې پاتې دي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته