خبرونهروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کرونا واکسین ترلاسه کړ

کابل / د کب ۱۴ / باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح او د دغه وزارت مشرتابه پلاوی د کرونا واکسین ترلاسه کړل.

ډاکتر وحید مجروح ، د کرونا واکسین تطبیق یې په هېواد کې د کرونا ویروس د له منځه وړلوپه برخه کې یوجدي اړتیا وبلله او له خلکوڅخه يې وغوښتل چې په راحتی او بشپړاعتماد سره ځان واکسین کړي چې د کرونا ویروس پر وړاندې خوندي پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق بهیرد روان کال د کب په ۵ مه د جمهوري ریاست په ارګ کې د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونوله مخې، روغتیايي کارکوونکو ، امنیتي او دفاعي ځواکونواو د رسنیوکارکوونکي د کرونا واکسین د تطبیق په لومړۍ پړاو کې دي.

عامې روغتیا وزارت د شمېرنوله مخې ، تراوسه په ټول هېواد کې ۲۶۳۶۵ روغتیايي کارکوونکي د کرونا واکسین ترلاسه کړي دي.

پآی-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته