روغتیا

د عامې روغتیا وزارت په زابل کې د کرونا تشخص مرکز پرانیست

قلات/ د کب ۴ مه/ باختر
د عامې روغتیا وزارت د نړېوال روغتیایي سازمان په مالي لګښت په زابل کې د کرونا د تشخیص مرکز پرانیست.
د زابل والي جنرال احمد ګل رسولي د تشخصي مرکز په پرانیستلو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې ولایتي اداره ژمنه ده چې زابلیانو ته د روغتیا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا رییس ډ‌اګټر لعل محمد توخي وویل چې په دغه مرکز کې به په ۲۴ ساعتو کې تر سلو پورې د ناروغانو ټیسټونه ترسره کېږي.
توخي زیاته کړه چې پر دغه مرکز او نورو وسایلو شا وخوا سل زره امریکايي ډالره لګښت شوی دی چې په پرانېستلو سره یې د زابلیانو ډېرې ستونزې اوارې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې به له زابل څخه د کرونا سمپلونه قندهار یا مرکز ته استول کېده چې پایلې به یې په ډېر ځنډ سره ترلاسه کېدې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته