سیاست

د عدليې وزير: د قانون جوړولو بهير مدرن کول يوه جدي اړتيا ده

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د عدليې وزير، د قانون جوړولو او علمي تحقيقاتو چارو انستيتوت د اړتيا سنجولو په پروګرام کې وويل: د قانون جوړولو بهير مدرن کول يوه جدي اړتيا ده.
د عدليې وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه پروګرام د آلمان د همکاريو دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړې پروژې (GIZ) په همکارۍ د علمي او مسلکي فعاليتونو د کچې د لوړولو او د تقنيني سندونو د تسويد او تدقيق بهيرونو د عصري کولو په لاره کې د قانون جوړولو چارو انستيتوت د اړتياوو د تشخيص په موخه جوړ شوى دى.
د عدليې وزير فضل احمد معنوي په دغه پروګرام کې په تېرو وختو کې د دغه وزارت د قانون جوړولو چارو انستيتوت له هلوځلو په قدردانى سره د قانون جوړولو بهير د مدرن کولو لپاره د اړتياوو سنجول يوه جدي اړتيا وبلله.
هغه د شکل او محتوا له پلوه د معياري او باکيفيته تقنيني سندونو د پړاوونو د بشپړولو په لاره کې د دغه وزارت پر جدي ادارې ټينګار وکړ.

په دغه پروګرام کې د عدليې وزارت د قانون جوړولو د علمي – حقوقي تحقيقاتو چارو د انستيتوت لوى رييس عبدالمجيد غني زاده هم وويل چې دغه انستيتوت د پخوا په شان د قانون جوړولو په چارو کې د ارزښتناکو خدمتونو پر وړاندې کولو ژمن دى.
د پروګرام په دوام د (GIZ) دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړې پروژې رييس برند ميسرشميت خبرې وکړې او په هره اداره کې د اړتيا سنجونې د ارزښت په بيانولو سربېره، د دغه پروګرام د ملاتړ لپاره یې د دغه دفتر د جدي ارادې ډاډ ورکړ.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته