ټولنه

د غزني اوسېدونکې نرګس: پر ځان بسیایېنې لپاره مې خیاطۍ ته مخه کړې ده

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
نرګس حقمل چې په غزني کې د خیاطۍ کارګاه لري، وايي چې د ښځو پر ځان بسیایېنې لپاره یې خیاطۍ ته مخه کړې ده او له دې لارې یې ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
نرګس حقمل د باختر آژانس سیمه ييزې خبریالې ته ویلي دي چې په غزني کې د ښځو د خیاطۍ د یوې کارګاه مسووله او استاده ده‌.
حقمل وايي: دا چې افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی او آبادول یې د هر افغان دنده ده، نو اړینه ده چې مېرمنې هم په کې ونډه واخلي.
نرګس زیاتوي: پلان لري چې د زیانمنو شویو او محرومو ښځو لپاره داسې طرحه جوړه کړي چې پر مټ یې ښځې پر ځان بسیا شي.
حقمل وايي چې یاده کارګاه یې د دې لپاره جوړه کړې چې په اقتصادي برخه کې د غزني د ښځو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي چې هره مېرمن وکولای شي ځان ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
د نرګس د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څو کلونو کې یې په دغه ولایت کې لسګونه شاګردانې روزلې دي چې اوس له همدې لارې خپل ژوند مخ ته وړي.
په ورته وخت کې د غزني په مرکز کې مېشتې ښځې په تېرو څو کلونو کې یاده کارګاه یوه ستره لاسته راوړنه بلي.
دوی وایي چې د پخوا په پرتله اوس په غزني کې ښځینه خیاطۍ وده کړې او دوی هم په تېرو څو کلونو کې د خياطۍ په برخه کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان یو سنتي هېواد دی او په زیات شمېر ولایتونو کې یې ښځې نه شي کولای له نارینه سره یوځای د کورنۍ لپاره د نفقې په برابرولو کې ونډه واخلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته