ټولنه

د غزني او کندز پوهنتونونو د اعتبار ورکولوسندونه ترلاسه کړل

کابل / د مرغومي / ۲۱ / باختر
د لوړو زده کړو د کیفیت او اعتبار ورکولو د تضمین رییس شاکرالله وحیدي په مشری د کیفیت او اعتبارورکولو د تضمین بورد غونډه جوړه شوه .
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې لومړۍ د کیفیت او اعتبار ورکولود تضمین رییس د غزني او کندزد پوهنتونونو د بیا کتنې او اعتبار ورکولو د بشپړېدو پرمخ خبرې وکړې او د مشرتابه هیئت ، د دغو پوهنتونونود استادانو او کارکوونکو له هلوځلوڅخه مننه وکړه او دوی ته د دغو لاس ته راوړنو مبارکي وویله.
د کیفیت او اعتبار ورکولود تضمین رییس وویل چې دغه ریاست د کیفیت د لوړولو او د تحصیلي بنسټونود معیارولوپه موخه هراړخیزې هلې ځلې کوي او تحصیلي بنسټونه هم مسوولیت لري چې د کیفیت د اعتبار ورکولو د تضمین د معیارونو پرتطبیق ژمن وي چې د ټولنې د اړتیا په مطابق متخصصین او مسلکي کادرونه وروزي.
دغه راز پوهنوال ډاکتر امان الله فقیري د دغوپوهنتونونو د هلوځلوپه اړوند د کیفیت او اعتبارورکولو د تضمین بورد په استازيتوب خبرې وکړې.
وروسته ، د غزني پوهنتون رییس پوهنمل محمود همت او د کندز پوهنتون سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل روح الله رویین د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت او اعتبارورکولو د بورد د غړو له هڅواو زخمتونوڅخه قدرداني وکړه.
غونډه د دوو پوهنتونونود مشرتابه هیئتونو په ګډون د اعتبارورکولود سندونوپه وېشلوسره پای ته ورسېده.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته