امنیت

د غزني د امنيې قوماندانۍ يو ملکي کارکوونکى ووژل شو

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د غزني د امنيې قوماندانۍ د ملکي برخې يو کارکوونکى د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
پر نجيب الله کاکړ پرون ناوخته په غزني ښار کې د ماين چاودنه وشوه.
د غزني يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې نجيب الله کاکړ د غزني د امنيې قوماندانۍ د مالي برخې کارکوونکى و.
تراوسه د غزني د امنيې قوماندانۍ د دغه کارکوونکي د ترور مسووليت هېچا نه دی منلی.
پوليس وايي چې د دغې پېښې د عاملينو د موندلو او نيولو په لټه کې دي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته