خبرونهورزش

د غزني د جغتو د ځوانانو د فوټسال ټیم اتل شو

غزني / د وري / ۲۶/ باختر

د غزني د ولسوالیو ترمنځ د پیوستون جام سیالۍ د غزني د جغتو د فوټسال ټیم په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

د باختر اژانس د خبر له مخې : دغه سیالۍ  په غزني ښار کې په یوه  میاشت کې د ٦ ولسوالیو ٢٤ ټیمونو لوبې وکړې چې د جغتو د ځوانانو د فوټسال د ټیم په ګټلو سره په دغه ولایت کې پای ته ورسېدې .

د دغو سیالو په پای کې ګټوونکو ته سوغاتونه او جایزې ورکړل شوې .

پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته