امنیت

د غزني ښار د مغلانو کلى د طالبانو له شتون څخه پاک شو

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
افغان ځواکونو په غزني کې د عملياتو په بهير کې د غزني ښار د مغلانو کلى د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړ.
د غزني د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې افغان ځواکونو دغه عمليات نن په غزني ښار کې پيل کړل چې په پايله کې يې د مغلانو کلى د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شو او د امنيت د تامينولو په خاطر غزني ښار ته څېرمه څو پوستې جوړې شوې.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم او عمليات لا هم دوام لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته