اقتصاد

د غوا او پسه دغوښې کلنى توليد څه دپاسه يو نيم ميليونو ټنوته رسېدلى دى

کابل /د وري ٣٠مه /باختر
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د احصاييې اومعلوماتو د رياست له خوا راټولې شوې شمېرنې ښيي چې په١٣٩٩لمريزکال کې په هېواد کې د غوا، پسه او وزې يوميليونو٥٨٩زرو٢٦٩متريک ټنه غوښه توليد اومصرف شوى دى .
دغه شمېرنې ښيي چې له دې جملې څخه ٩١٢٣٨٧مټريک ټنه د غوا غوښه او٦٧٦٨٨٢مټريک ټنه د پسه او وزې غوښه ده.
کابل د غوښې د مهمو توليدونکو او مصروفوونکو د لست په سر کې ځاى لري .
په پايتخت کې د تېرکال په بهير کې ٢٦٤٣٦٧مټريک ټنه غوښه توليد اومصرف شوى دى .
دغه راز له کابل وروسته د بلخ ، ننګرهار، هرات او د قندهار ولايتونه د غوښې له مهمو توليدونکو اومصروفوونکو ولايتونوڅخه دي .
همدا اوس د هېواد په کچه د غواګانو، پسونو او وزو د روزنې ٢٩٥٠فارمونه شتون لري چې له دې جملې څخه ١٠٦٢د غواګانې د روزنې ٩٣٢د پستونو د روزنې او ٩٥٦ د وزو د روزنې فارمونه شته .
اوس د غوا او پسه يوه کيلوغوښه په کورنيوبازارونوکې تر ٥٠٠افغانيو پورې پلورل کېږي.
د کرنې او اوبولګولو وزارت دغوښي د توليد د ميعاري کولوپه مقصد دهيواد په يوشمېر ولايتونوکې يوشمېر ستر اومعياري مسلخونه جوړ کړي دي.
دغه مسلخونه د کابل ،بلخ اودهرات ولايتونو کې جوړ شوي دي او په يو وخت کې د ٣٠٠غواګانې او د ٥٠٠ پسونواو وزو د حلالولو ظرفيت لري .
د دغومسلخونو جوړول په واټونو کې د کورنيوڅارويو د حلالولو په مخنيوي اوپه قصابيو کې د روغتيا له رعايتولو سره مرسته کوي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته