روغتیا

د غورخلک د يوشمېر روغتيايي مرکزونوله تړل کېدو انديښنه څرګنده کړه

کابل /د وږي ٣٠مه /باختر
دغور د عامې روغتيا رييس مولوي احسان الله په دغه ولايت کې د ٩١ روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي چې زياتره دغه مرکزونه د بودجې د نشتوالي په دليل له فعاليت څخه پاتې دي.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د دغو روغتيايي مرکزونو په تړل کېدو سره څه ناڅه ١٠٠٠ ډاکتر، روغتيا پالو، قابلو اوخدماتي کارکوونکوهم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
دغور مدني فعال محمد صادق صبا وايي د دولتيار ولسوالۍ خلک له جدي ستونزو سره مخ دي زياتره کلينيکونه تړلي دي ډاکترنشته او د دغې ولسوالۍ خلک له زياتو چلنجونو سره مخ دي او اړ دي چې خپل ناروغان ښار ته د درملنې لپاره بوځي.
په همدې حال کې په غور کې د انساني مرستو د بنسټ فني مسوول سيد فقير شاه فقيري هم وايي چې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول د بودجې د نشتوالي په دليل محدود شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ روغتيايي سازمان څه موده مخکې په يورپوټ کې ويلي و په افغانستان کې د روغتيا په پروژو پورې اړوندو پيسو په بندېدو سره په دغه هېواد کې څه دپاسه ٢٠٠٠ روغتيايي مرکزونه د تړل کېدو له خطرسره مخ دي او د روغتيا برخې ته د بودجې د نه ورکولوسره په افغانستان کې ميليونونه انسانان د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه بې برخي کېږي.
د يادونې وړ ده چې د نړۍ د روغتيايي سازمان رييس تدروس ادهانوم پرون د دغه سازمان د يوهيئت په مشرۍ کابل ته راغلى دى او هيله کېږي چې د روغتيايي پروژو د مرستو دوام په دې سفر کې د خبرو اترو په مرکز کې ځاى ولري.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته