ټولنه

د غور خلکو د دغه ولايت د والي د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د غور يوشمېر خلکو پرون په يوه اعتراضي غونډه کې د دغه ولايت د والي د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ اعتراض کوونکي وايي: له هغه وخته چې نورمحمد کوهنورد د غور والي ټاکل شوى دى، ناامنۍ زياتې شوې دي او طالبان د فېروزکوه ښار شاوخوا سيمو ته رسېدلي دي او د هغه د مديريت کمزورتيا په دغه ولايت کې د ناامنۍ سبب شوې ده.
يو تن اعتراض کوونکى وايي چې امنيتي ستونزې د دې سبب شوي دي چې له شلو ورځو راپدېخوا په هرات – غور لويه لاره کې څو باروړونکي موټر فېروزکوه ښار ته نږدې درول شوي دي او د سوداګرو ميوې، سابه او د چرګانو غوښه خرابه شوې ده.
اعتراض کوونکي وايي: که چېرې دغه لاره تر څو ورځو پورې خلاصه نه شي، د فېروزکوه خلک به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته