خبرونهامنیت

د غور د ولايتي شورا مرستيال د ماين په چاودنه کې شهيد شو

۳۹- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د غور د ولايتي شورا مرستيال نن له غرمې وروسته د هغه ماين په چاودنه کې چې د ده په موټر کې ځاى پرحاى شوی و، په فېروزکوه ښار کې شهيد شو.
د غور د پوليسو وياند باختر آژانس ته وويل چې د غور د ولايتي شورا مرستيال عبدالرحمن عطاش د دغه ولايت په مرکز فېروزکوه ښار په مربوطاتو کې د ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې شهيد شو.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې د ولايتي شورا يو بل غړى عبدالرحيم رضازاده له یوه ساتونکي سره يې ټپي شوی دی.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته