غور باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
د فيروزکوه ښار په لسګونو تنو اوسيدونکو د غور _ هرات د مرکزي سړک د جوړولو او دغه راز د فيروزکوه ښار دګرم آبک پوزليچ د بريښنا بند د جوړولو په کار کې يې د چټکياغوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
دغو ښاريانو د والي د دفتر په وړاندې د مظاهرې په کولو سره يې د تحصن څو خيمې جوړې کړې او ويې ويل چې دغه دوه سترې پروژې کلونه کلونه کيږي چې د جوړولو کار يې سر ته نه رسيږي.
دوى له مسوولينوڅخه وغوښتل تر څو د دغو دوو سترو پروژو کار ګړندى کړي.
خبرځاى زياته کړه: مظاهره کوونکي وايي، که مسوولين د دوى ستونزو ته پاملرنه ونه کړي؛ خپل تحصن ته به دغه راز دوام ورکړي.
پاى ذ کرالله
0 1 دقیقه لوستل