امنیت

د غور ښځو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
په غور کې نن سلګونو ښځو د وسله والو طالبانو پر ضد وسله پورته کړه او د امنيتي او دفاعي ځواکونو يې ملاتړ وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې سلګونو ښځو غونډه وکړه او د طالبانو پر خلاف يې وسله پورته کړه او د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ.
هغوی وايي چې حاضرې دي د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د وسله والو طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي.
دوى زیاتوي چې د هېواد ښځې د طالبانو د واکمنۍ له دورې څخه ترخې خاطرې لري او په هغه وخت کې يې حقونه تر پښو لاندې شوي وو چې دغه ورځې يو ځل بيا تکرارې نه شي.
په روانه مياشت کې دا درېم ځل دى چې د غور اوسېدونکي د وسله والو طالبانو پر وړاندې پاڅېږي.
ختم-شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته