خبرونهامنیت

د فارياب دولت آباد ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د فارياب دولت آباد ولسوالۍ نن سهار د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ تېره شپه د فارياب په دولت آباد ولسوالۍ کې ګډ عمليات ترسره کړل او بريالي شول چې دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى چې جزئيات يې وروسته خپرېږي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته