نړۍ

دپاکستان دپنجاب _ بلوچستان په سرحدي سيمه کې اووه تنه وو ژل شول

اسلام ابادډي ډان باختردزمري دمياشتې  ٢٥ :
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې نن  دبګتي دقبيلې ددوو ډلو ترمنځ نښته کې اووه تنه ووژل شول.
باخترآژانس  دپاکستان دډان ورځپاڼې له  خولې خبر راکړ:  دغه جګړه له پنجاب
سره دبلوچستان په پوله کې په بارو ناحيه کې ونښته   او  داوو تنوپه وژل کيدو سربيره  څوتنه نور ټيپان شول.
ددغو دوو تنو ترمنځ   جګړه له نن سهار څخه پيل شوې  ده او ددغه خبر تر مخابره کيدو پورې يې دوام درلود اوپه هغې کې دپوليسو دلاسوهنې  خبر نه دى ورکړشوى . درارسيدلو خبرونوله مخې :   دغه  جګړه دباران د اوبو دزيرمې پر سر داختلاف له امله  نښتې ده .
دپنجاب پوليسو  ناحيوي پوليسو ته لارښوونه کړې ده  چې له ډيل پرته دې  ساحې ته لاړ شي .
دبارو ناحيه  دسرحدي پوځي  پوليسو دپلټنې پوستې ته څيرمه پرته ده چې  په هغې  کې داوبو دمنابعو دويش پرسر اختلافونه  معمول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته