خبرونهاقتصاد

د فارياب  په مرکز کې يو ستر پل جوړ شو

کابل / د چنګاښ ٢مه / باختر

د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې يو ستر پل پرانيستل شو.

دغه پل د ٤٨ مترو په اوږدوالي  او څه د پاسه ١٢ مترو په سور د پښتون کوټ، بلچراغ او ګرزيوان ولسوالۍ  له ميمنې ښار سره نښلوي.

د فوايدعامې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو  سره ويلي دي:  دغه پل د ٢٤ ميليونو افغانۍ په لګښت دافغانستان حکومت له لوري جوړ شوى دى.

د دغه پل په  جوړېدو سره بازارونو ته د کرنيزو محصولاتو لېږد او د فارياب د زرګونو  اوسيدونکو تګ راتګ آسانه شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته