روغتیا

د فاریاب د سل بستریز روغتون د جوړولو کار په بشپړېدو دی

کابل / د وري ۹ مه / باختر
د فاریاب د ۱۰۰ بستریز روغتون ودانۍ د ګټې اخیستنې په درشل کې ده.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د دغه روغتون ودانۍ د آسیا پرمختیایي بانک په مالي مرسته جوړه شوې ده چې په کې د عملیاتو خونه، او.پي.ډي، عاجله څانګه، اکسرې، لابراتور، د وینې بانک او درملتون په پام کې نیول شوي دي.
ویل کېږي د دغه روغتون د کار په بشپړېدو سره به سلګونه کورنۍ روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته