اقتصاد

د فاریاب په بزګرانو د زعفرانوپیاز ووېشل شول

کابل / د زمري ۱۹ / باختر
د فاریاب په بزګرانو د زعفرانو۲۸۰۰کیلوګرامه پیاز ووېشل شول.
د فاریاب د کرنې، اوبولګولواو مالداری رییس باخترآژانس ته وویل چې د اکتیدموسسې د زعفرانو ۲۸۰۰ کیلوګرامه پیازله کرنیزو وسایلوسره د دغه ولایت په المارولسوالۍ کې وېشلي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو وسایلو کې د زعفرانو د وچولوماشین، سبد ، ماسک ، پطنوس د نایتروجن او فاسفورس کود شامل دی.
د زعفران بزګرانو د کرنې ، اوبولګولواو مالداری له ریاست څخه په مننې سره د زیاتومرستوغوښتنه وکړه او له حکومت څخه وغوښتل د دغه ګران بیه بوټي لپاره بازارموندنه وکړي
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته