ټولنه

د فراه بڼوالو ۶۰ زره نیالګي ترلاسه کړل

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ پرمختیايي پروژې د عنابو ۶۰ زره نیالګي د فراه پر بڼوالو ووېشل.
د دغې پروژې مسوولینو باختر آژانس ته وویل چې د دغو نیالګیو په وېش سربېره، د فراه مرکز او د ولسوالیو پر بڼوالو د بڼوالۍ وسایل، کیمیاوي او حیواني سرې هم ووېشل شوې.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته