ښوونه او روزنه

د فراه د لوړو زده کړو ریاست مسوولین د دغه ولایت په پوهنتونونوکې پرښه لوست ورکولوټینګاروکړ

کابل / د وږي ۳۱ / باختر
د فراه د لوړو زده کړو فوق العاده استازی نورالحق مظهري نن د دغه ولایت د ابونصرخصوصي پوهنتون د لوست لارې چارې وکتل او د لوړو زده کړو وزارت په لارښونې سره د دغه پوهنتون د لوست پرلارو چارو ټينګاروکړ.
د ابو نصر پوهنتون مشرتابه د زده کوونکو نشتوالی د ناوړه اقتصادي وضعیت په توګه بیان کړاو د دغې معضلې د حل لپاره وړاندیزونه او مفصل بحثونه په پوهنتون کې د ښه لوست ورکولو لپاره د پلاوې له رییس او د لوړو زده کړو له نورو مسوولینوسره وړاندې کړ.
د فراه د لوړوزده کړو فوق العاده استازی د ابونصرپوهنتون د ستونزو د لرې کولوپه خاطرد همکاری ژمنه وکړه.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته