ښوونه او روزنه

د فراه د پوهنې مسوولينو د نجونود لېسو د پرانستلو خبرورکوي

کابل /د لړم ٨مه /باختر
په فراه کې د اسلامي امارت د پوهنې مسوولين په نږدې راتلونکې کې د نجونود ليسو د پرانستلو خبرورکوي.
د فراه د پوهنې رييس مولوي اختر محمد زعيم د باختراژانس له سيمه ييز خبريال سره په مرکه کې وويل: ټاکل شوي ده تېره اوونۍ د نجونو ليسې دزده کوونکو پرمخ پرانستل شوې واي خو يو شمېر چلنجونه په تېره بيا د مصوونيت نشتوالي د نجونو د ښوونځيو پرانيستل ځنډولي دي.
مولوي زعيم د فراه په مرکز او ټولو ولسواليوکې له لومړى ټولګې څخه تر ٦ ټولګي پورې د ښوونځيود فعاليت خبرورکړ اوزياته يې کړه چې د نجونواوهلکانو د ښوونځيو ښوونکي د فراه په مرکز او ولسواليو کې حاضر دي اوهره ورځ لوستو ته دوام ورکوي.
د نفيسې توفيق ميرزايي د ښوونځي امرې حميرا اعظمي د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: په ښوونځيو کې يواځنى ستونزه د ښوونکو د معاشونو نه ورکول دي
ځکه دهغى په باور زده کوونکي په لوړه انګيزه ښوونځي ته راځي خوپه خپل وخت دښوونکو د معاشونو نه ورکول د ښوونکو پر روحيې منفي اغيزه کړې ده .
هغې د اسلامي امارت له مسوولينو وغوښتل چې د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو لپاره يوه لاره ولټوي ځکه دهغې په باور په فراه کې د نجونود ښوونحيو بندېدل نه يواځې د کورنيو ټولنيزې ستونزې بلکې د زده کوونکو پرروحيې منفي اغيزه کوي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته